اجرائیه رئیس: که صحرایی محکمې په جزایی کوډ کې شامل نه وی، جزایی کوډ نیمګړی دی

  • خپرول: ۱۹ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: د اجرائیه ریاست
  • د خبر شميره: 92807

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی عالی کمېسیون نن خپله ناسته د هېواد د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ ولایاتو ته د یاد کمېسیون د غړو د سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په سوېل ختیزو ولایاتو کې ښځو له یوشمېر ننګونو سره مخ دی.

د ښځو لپاره د ښځینه حقوقی مرستندویانو، عدلی طب، حمایوی مراکزو، اوږدمهاله اقتصادی پروګرامونو او سواد زده کړې د کورسونو نشتون هغه ستونزې دی چې دا مهال ورسره د لویې پکتیا ولایاتو مېشتې مېرمنې مخ دی.

د دې ترڅنګ هغې وویل، چې په لویه پکتیا او یوشمېر نورو ولایاتو کې ښځو ته د میراث نه ورکړه، ستره ستونزه ده او اړتیا ده چې په دې برخه کې اړونده ادارې له جدیت کار واخلی.

اغلې سپوږمۍ وردګ خوښی وښوده، چې په بدو کې د نجونو ورکړه تقریباً نشت ته را ښکته شوې؛ خو د لوړ ولور ستونزه لا هم په ډېرو سیمو کې محسوسېږی.

د اجنډا په بله برخه کې کورنیو چارو وزارت د ښځو او نجونو د صحرایی محکمې د مخنیوی په اړه د جوړې شوې مسودې طرحه له برخه والو سره شریکه کړه. په دې طرحه کې د نورو چارو ترڅنګ د دوو کمېسیونونو د جوړېدو وړاندیز هم شوی و، څو دې ډول قضیو ته جدی رسیدګی وشی.

د ناستې د اجنډا بله برخه د هېواد په ۳۴ ولایاتو کې د ښځو لپاره د حمایوی مراکزو جوړېدو ته ځانګړې شوې وه، چې د ښځو چارو وزارت یې طرحه د غونډې له برخوالو سره شریکه کړه.

د ښځو چارو وزارت وویل، چې په ۳۴ ولایاتو کې به د ښځو لپاره د حمایوی مراکزو جوړېدل وکولای شی چې زیانمنې مېرمنې د قانون مطابق ترې استفاده وکړی. د دې طرحې له مخې به په هر ولایت کې په یوه جریب ځمکه کې یو حمایوی مرکز د ۸٫۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږی؛ خو په کابل کې به دغه مرکز بیا د ۲۰٫۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شی.

د غونډې برخه والو یاده طرحه په پرنسیپ کې تایید کړه؛ خو د عملی کېدو لپاره یې سپارښتنې درلودې چې په راتلونکې ناسته کې به پرې بحث وشی.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ولایاتو کې د بدل دود له منځه تللو خوښی وښوده او اړونده ادارو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د لویې پکتیا د مېرمنو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره هر څه ژر ناسته وکړی.

هغه وویل، چې دینی عالمان دې مېرمنو ته د میراث د ورکړې په اړه غږ پورته کړی او په دې برخه کې دې ټول هېوادوال خپله دنده ترسره کړی.

اجرائیه رئیس دغه راز د کورنیو چارو وزارت له لوری د جوړې شوې طرحې مسودې په اړه عدلیې او ښځو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله چې پرې کار وکړی او د یوې عملی طرحې په توګه یې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړی.

اجرائیه رئیس هغو اندېښنو ته په ځواب کې چې ګویا د صحرایی محکمو مساله د افغانستان په جزایی کوډ کې نه ده شامله شوې، وویل: که رښتیا هم دغه مساله د افغانستان په جزایی کوډ کې شامله نه وی؛ نو جزایی کوډ له نیمګړتیا سره مخ دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=92807

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 1 = 1