اجرائیه رئیس: ټول وزارتونه او حکومتی ادارې دې د ځوانانو پارلمان وړاندیزونه جدی ونیسی

  • خپرول: ۲۰ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: د اجرائیه ریاست
  • د خبر شميره: 92996

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ماښام په سپېدار ماڼۍ کې د ځوانانو پارلمان له استازو سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د ځوانانو چارو مرستیال ډاکټر کمال سادات او د ځوانانو د پارلمان رئیس خبرې وکړې او د پارلمان په موخو او جوړښت یې معلومات ورکړل.

د ځوانانو چارو مرستیال وویل، چې په یاد پارلمان کې د ټول افغانستان د ځوانانو استازی شامل دی او دغه ځوانان به له خپلو سیمو، ولسوالیو او ولایاتو څخه ستونزې د حکومت له مشرانو سره شریکوی.

هغه وویل، چې د ملی یووالی حکومت مشرانو تل ځوانانو ته توجه کړې او په تېرو دوو کلونو کې د کابینې غړو او مرستیالانو د ځوانانو له پارلمان لیدنه کړې او د هغوی خبرو ته یې غوږ نیولی دی.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له ځوانانو، د ملګرو ملتونو د ځوانانو چارو له دفتر او د مشرانو جرګې له رهبرۍ مننه وکړه، چې ځوانانو ته یې د یاد پارلمان د جوړېدو زمینه برابره کړې ده.

اجرائیه رئیس د ځوانانو پارلمان جوړېدل اغېزمن یاد کړل چې په وینا یې د څلوردېرشو ولایاتو ځوانان له یو بل سره اړیکی پیدا کوی او خپلې ستونزې شریکوی.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، دوه کاله چې کېږی ځوانان په سختو شرایطو کې د خلکو استازیتوب کوی او د خلکو غږ ته انعکاس ورکوی.

هغه وویل، چې یادو ځوانانو تل له امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ کړی او ډاډ یې ورکړ، چې د ځوانانو پارلمان دوه استازی دې په وزیرانو شورا کې برخه واخلی، خپلې ستونزې دې شریکې کړی او د وزیرانو شورا به د دوی د ستونزو د حل په اړه اقدامات وکړی.

اجرائیه رئیس په تېرو څو کلونو کې ځوانانو ته پاملرنه د حکومت له لومړیتوبونو څخه یاده کړه او هیله یې وښوده، چې د افغانستان د ملی شورا په راتلونکیو دورو کې ډېره برخه د ځوانانو له پارلمان څخه وی.

اجرائیه رئیس ټولو وزارتونو او حکومتی ادارو ته هدایت ورکړ، چې د ځوانانو پارلمان وړاندیزونه او د خلکو د ستونزو منعکس کېدل جدی ونیسی او په حل کې دې اقدام وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=92996

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *