اجرائیه رئیس: د ښځو په حقونو معامله به یو خیال وی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: د اجرائیه ریاست
  • د خبر شميره: 104483

د افغانستان د ښځو د توانمندۍ اجرایوی کمېټې نن خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د ښځو چارو وزیرې دلبر نظری د ښځو لس کلن ملی کاری پلان په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې دغه لس کلن کاری ملی پلان د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۷ لپاره جوړ شوی و؛ خو اوس د پلی کولو او لا غنی کولو لپاره پرې کار شوی دی.

آغلې دلبر نظری د ښځو لپاره د ملی کاری پلان د پلی کولو د کمېټې د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوی دی.

نوموړې د مشارکت په برخه کې د ښځو اوسنۍ ونډه د اندېښنې وړ وګڼله او ویې ویل، چې د دې مشارکت د زیاتولو لپاره هڅې پیل شوی او د دې ملی کاری پلان چې په شپږو اصلی او فرعی برخو او ۳۱ شاخصونو کې جوړ شوی، ټول جوانب په پام کې نیول شوی دی.

د ښځو چارو وزیرې په ملکی خدماتو کې د ښځو د حضور له زیاتېدو خوښی وښوده او ویې ویل چې اوس مهال ۱۰ فیصده ښځې د رهبرۍ په موقف کې شتون لری او د ملی یووالی حکومت له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چې د ښځو د ونډې زیاتوالی او ترې ملاتړ ته یې پاملرنه کړې ده. هغې وویل، چې اوس په اقتصادی برخه کې د ښځو ونډه ۷۸ سلنې ته لوړه شوې ده.

نوموړې د دې پلان لپاره د بودیجې نشتوالی، د اړونده ادارو ترمنځ نه همغږی او نور هغه ستونزې یادې کړې چې د یاد ملی کاری پلان پر وړاندې شتون لری.

د هېواد اجرائیه رئیس د افغانستان ښځو لپاره د ملی کاری پلان جوړول او پلی کول یوه مهم ګام وباله خو ویې ویل، چې دا هڅې کافی نه دی او باید د تطبیق په برخه کې یې هم هڅې وشی او د دې هڅو رپوټ وزیرانو شورا او یا د کابینې ناستې ته وړاندې شی.

جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې دوی د افغانانو حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوی او که څوک فکر وکړی، چې د افغانستان د خلکو، بشری حقونو او د ښځو په حقونو به معامله وشی او قربانی به شی، دا به یو خیال وی. هغه وویل، په دې اړه چې د خلکو حقونه تر پښو لاندې شی او یا له پامه وغورځول شی، هېڅ ډول بحث نشی کېدای.

د هېواد اجرائیه رئیس وویل، چې د ښځو ملی کاری پلان دې د افغانستان د ملی لومړیتوبونو او هم د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو له پروګرامونو سره یو ځای او عیار شی، څو په بنسټیز ډول عملی شی. هغه وویل، په دې کار سره به د دې پلان تطبیق هم اسانه شی او ټولې ادارې به یې په اړه خپل مسوولیت وپېژنی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104483

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 68 = 72