اجرائیه رئیس د ناټو له ملکی سفیر سره پر راتلونکو ټاکنو او سیاسی ثبات بحث وکړی

  • خپرول: ۲۷ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: د اجرائیه ریاست
  • د خبر شميره: 37190

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کی د ناټو له ملکی سفیر کورنیلیس زیمرمن سره په سپېدار ماڼۍ کی ولیدل.

په دې لیدنه کی د نورو موضوعاتو ترڅنګ د هیواد د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو او همداراز پر سیاسی ثبات باندی بحث وسو.

اجرائیه رئیس وویل،‌ چی‌ د راتلونکو ټاکنو لپاره د امادګۍ مرحله مخته ځی او حکومت په دې برخه کی د کمېسون سره د همکار په توګه کار کوی.

د ناټو ملکی سفیر وویل،‌ چی دوی لا هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ژمن دی او دې لړۍ ته به دوام ورکوی.

د نن په غونډه کی د سولی پر پروسه او د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د نوی ستراتېژۍ له اعلان سره پر تازه ایجاد سوو فرصتونو هم خبری وسوې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37190

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *