اتم مذاکراتی پړاو … هیلې او اندیښنې !

  • خپرول: ۱۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 130232

دا چې د قطر هیواد په پلازمینې دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په اتم مذاکراتی پړاو خبرې روانې او دا موضوع د نړیوالو رسنیو د خبرو د سر ټکی دی.

د مذاکراتی بهیر په تیر یوه کلن بهیر کې دا پړاو د زمانی توقیت له مخې تر ټولو مهم او حساس پړاو دی.
ځکه په دې پړاو کې طرفین هڅه کوی هغه څه تر لاسه کړی ،کوم چې یې د تیر یوه کال په (۷) پړاوونو کې ورباندې چڼې وهلې دی.

خبره پر څه روانه ده؟

که څه هم چې تر اوسه پوری د اتم مذاکراتی پړاو جزئیات خپله د مذاکراتی لوریو ( طالبانو ــ خلیلزاد) لخوا له رسنیو سره نه دی شریک شوی خو هغه څه چې رسنیو ته یې لاره کړې هغه دا چې په دې پړاو کې به له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال ویش خبره نهایی او همدا راز به په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې د امریکا په ضرر نه کارول کیږی.

په دې کار سره به امریکایان بالآخره د هغه ترخه غوړپ تیرولو ته مجبوریږی کوم چې یې له تیرو اتلسو کلونو راهیسی ځان تری پیچه.

دا چې دا پړاو نهایت حساس او وروستۍ پریکړه یې دنړیوالو رسنیو د توجه وړ ده ممکن امریکایان بیاهم په هغه کې پر طالبانو باندې د خپلو غوښتنو د منلو له وجی هغه د تیرو پړاوونو په څیر وځنډوی ، خو دا ځنډ به یې بی ګټې وی.

ځکه د اتم پړاو له پیلیدو سره هم مهاله خپله ټرمپ، د هغه د بهرنیو چارو وزیر او همدا راز ، زلمی خلیلزاد په مکرر ډول ویلی چې امریکایان نور له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو ته تیاری نیسی.

د هغوی دا تیاری د دوئ د رضایت له مخې نه ؛ بلکې نور د افغانستان وضعیت او شرائط هغوی ته د دې اجازه نه ورکوی چې یوه لحظه په افغانستان کې وځنډیږی او دا واقعیت هغوی د یوه ترخه واقعیت په حیث پرځان منلی دی.

ولی د مهال ویش په اعلانولو کې تعلل؟!

امریکایی لوری له سپینې ماڼۍ نیولې تر سی ،آی ،ای ، پنټاګان ، بهرنیو چارو وزارت او حتی کانګریس پوری دې پایلې ته رسیدلی چې په افغانستان کې مزید پاتی کیدل به یې په حتمی ډول له هغه برخلیک سره مخ کوی له کوم سره چې پخوانی شوروی اتحاد د افغان جهاد په پایله کې مخامخ شو، ځکه نو هغوی نور له افغانستان څخه په وتلو کې بیړه کوی.

خو دا چې د هغوی دا بیړه په مطابقی او التزامی دلالت په افغانستان کې د هغوی د ناکامی په معنی ده نو ځکه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د خروج په مهال ویش کې ځان کنجوی.

امریکا چې په نړیواله کچه لومړی سترځواک او وسلوال پوځ یې د نړۍ په سطحه لومړی مقام لری، دا ورته ډیره سخته ده چې په افغانستان غوندی یوه جګړه ځپلی هیواد کې ماتی خوری ؛ ځکه نو په یوه او بله خبره ځان اخته کوی تر څو د ځان لپاره د اوړو پوزې جوړ ولو پلمه پیدا کړی.

د لسو ملیونو افغانانو وژلو ګواښ

امریکایی ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اتم مذاکراتی پړاو وړاندې دوه ځله دا باټه وویشته چې دی کولای شی د افغانستان لانجه په یوه اونۍ کې هواره کړی ، خو دا کار به د لسوملیونو افغانانو د وژلو په قیمت تمامیږی.
د ټرمپ دا ګواښ د هغه د سلګونو اپلتو په څیر له دې پرته چې د خلګو د خندا او مسخرې لامل وګرځی نوره یې ورته هیڅ ګټه و نه کړه.

د حمزه بن لادن د وژلو شائعه

دا چې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل د یوې فاجعې په څیر پر هغوی ډیره درنه تمامیږی نو امریکایان غواړې دا خبره په مطبوعاتی لحاظ داسې پیکه کړی چې د خلګو پاموړ ونه ګرځیږی.
همدا وجه ده هغوی کوښښ کوی په مطبوعاتی لحاظ کومه بله داسې خبره پیدا کړی چې له افغانستان څخه د خپلو وتلو خبره ورکې پټه کړی.

په همدې اساس هغوی څلور ورځې وړاندې د القاعده تنظیم د مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د وژلو ګونګه خبره رسنیزه کړه.

ښایی تر دې وروسته هم هغوی هڅه وکړی بله هم کومه داسې خبره مطبوعاتو ته را وړاندې کړی چې کم ترکمه له افغانستان څخه د خپلو وتلو خبره ورباندې کم رنګه کړی.

یوه تاریخی هوکړه

که امریکایان هرڅومره د دې لویې پیښې د پیکه کولو کوښښ کوی خو که په اتم مذاکراتی پړاو کې طالبان له امریکایانو سره د هغوی د وتلو پر سر د مهال ویش اعلانولو توافق ته ورسیږی دا به د طالبانو لپاره لویه لاسته راوړنه او یوه تاریخې پریکړه وی چې تر سره کیږی، داسې پریکړه چې په ترڅ کې به یې د اشغال خاتمه او د تحمیلې جګړې پایته رسیدل هم تضمین وی ، ان شاء الله.

که خدای وکړی چې د شرائطو په برابریدو سره د همدې تاریخی هوکړی نهایی مرحله د هیواد په داخل کې تر سره شی دا به د ټول افغان ولس لپاره یو ستره تاریخی کارنامه وی.

یو تاریخی مسؤلیت

د امریکایانو د وتلو مهال ویش که له یوې خوا د طالبانو لپاره لویه لاسته راوړنه ، خو له بلې خوا د طالبانو لپاره یو تاریخی مسؤلیت هم دی چې تر دې وروسته به په هیواد کې د راتلونکو محتملو ستونزو او مشکلاتو مسؤلیت مستقیما د دوی پر غاړه وی.

له خدای تعالی ورته په دغه ستر تاریخی مسؤلیت کې داسې بریاغواړو لکه چې په خپل فضل او نصرت سره یې د نړۍ په یوه تر ټولو جابر او مستکبر ځواک ورته هیښوونکې بریا ور نصیب وکړه.

عبدالرحیم ‎(ثاقب) لیکوال او سیاسی شنونکی

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130232

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *