اتمر د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین وځنډاوه

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 130367

د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یو مهم نوماند او د افغانستان د ملی امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر اعلان کړی چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې خپل کمپاین ځنډولی دی.
نوموړی پر خپله فېسبوک پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې ویلی، د دې ټاکنو پر روڼوالی شک لری او د ټاکنو بهیر د سولې پروسه زیانمنولای شی.
محمد یونس قانونی او محمد محقق په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر دوه مرستیالان اعلان شوی وو، خو له تېرو څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې وې چې ګواکې په دې ټاکنیزه ډله کې خپلمنځی اختلافات رامنځته شوی دی.
د ځینو نورو ټاکنیزو ډلو برعکس د ښاغلی اتمر په مشرۍ د “سولې او اعتدال ” ټاکنیزې ډلې تر دې دمه خپل ټاکنیز کمپیان هم نه و پیل کړی.
خو نن ‘پنجشنبه اګست اتمه ‘ د ښاغلی اتمر پر فېسبوک پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپل کمپاین ځنډولو نور لاملونه یاد شوی دی.
په اعلامیه کې راغلی، ‘ارګ او هغه ټاکنیزه ډله چې پر حکومت واکمنه ده له قانونه سرغړونه کوی او له همدې کبله ټاکنیز بهیر خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. ‘

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130367

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *