آیا غواړئ عمر مو ډېر شی؟

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 99753

ایا غواړئ د داسې خواړو په اړه مالومات درکړم چې عمر مو ډېرولی شی؟ دا داسې خواړه دی چې د زړه د حملې شونتیا کموی او د شکرې او نورو ناروغیو مخه نیسی. دا خواړه مو وزن کم ساتی، د وینې فشار مو ټیټ ساتی او همدا راز په وینه کې مو د غوړو کچه کنترولوی. بله ښېګڼه یې دا ده چې ارزانه دی او هر بازار یا مغازه کې یې په اسانۍ موندلی شئ.
فایبر یادوم. هغه خواړه چې پورته یادې شوې ټولې ګټې او ښېګڼې لری.
د بی بی سی د لیکنې له مخې، یوې پراخې نړیوالې څېړنې موندلې ده چې په دې ټولو ګټو سربېره بیا هم د نړۍ د وګړو په خواړو کې د فایبر کچه کمه ده، یعنی هغومره نه خوړل کېږی چې پکار ده.
د څېړونکې ډلې پروفیسور جان کمېنګز بی بی سی ته وویل، فایبر خورا ډېرې ګټې لری او خلک باید تر خپله وسه له دې خواړو ګټه پورته کړی.
د نیو زیلنډ د اوټاګو پوهنتون او د برتانیا د ډنډی پوهنتون څېړونکی وایی چې یو کس باید په یوه ورځ کې لږ تر لږه ۲۵ ګرامه فایبر وخوری.
دوی وایی، که مو ورځ کې له ۳۰ ګرامو پورې فایبر وخوړل نو ګټې به یې لا ډېرې وی.
فایبر په څه کې موندل کېږی؟
طبعاً چې دا مهمه پوښتنه ده. تر ټولو ډېر فایبر په مېوې او سبزیجاتو کې موندل کېږی. لوبیا، دالونه، وچه ډوډۍ، پاستا، نخود او هر ډول وچه مېوه په کافی اندازه فایبر لری.
د فایبر ترلاسه کولو لپاره باید په خپلو پخلی خواړو کې ځینې بدلونونه هم راولئ. د بېلګې په توګه کولی شئ چې الوګان یا کچالان له پوستکی سره وخورئ. د سپینو وړو د ډوډۍ پر ځای کولی شئ چې د تورو وړو وچه ډوډۍ وخورئ.
له سلاد سره د لوبیا یا نخودو ګډول یې یوه بله اسانه لار ده. تر ډوډۍ وروسته تازه یا وچه مېوه هم کافی فایبر درکوی.
پخوا داسې ګومان کېده چې فایبر د انسان په وجود کې کوم خاص ګټور کار نه کوی، او یوازې د هاضمې له نظامه تېرېږی او بیا استخراج کېږی.
خو فایبر په لویه معده کې هغه باکتیریا فعاله ساتی چې بېلابېل ګټور انزایمونه تولیدوی.
دا تازه څېړنه ثابتوی چې فایبر په اوږد مهال کې ګټور خواړه دی او د انسانانو عمر ډېرولی شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99753

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *