آلمان په پام کې لری د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ یوه غونډه ترسره کړی

  • خپرول: ۲۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105110

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هېواد یې په پام کې لری ترڅو د افغانستان حکومت او طالب ډلې ترمنځ د سولې په اړه یوه غونډه ترسره کړی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند رینیرو له شپیګل ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلی: هېواد یې ددې غونډې د ترسره کېدو لپاره یوه طرحه هم چمتو کړې ده.

ده ددې طرحې د جزییاتو په اړه څه ونه وویل خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان مسالې حل کېدل بین الافغانی خبروته اړتیا لری او آلمان له دې بهیر څخه ملاتړ کوی.

ښاغلی برول زیاته کړه چې دا غونډه به په آلمان کې په لاره واچول شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105110

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *