آلمان له افغانستان سره د ۵.۱ میلیون افغانیو ژمنه کړې

  • خپرول: ۲۸ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 113143

د المان د اقتصادی همکاریو او پراختیا وزارت سې شنبې(د وری په ۲۸مه نېته) له افغانستان سره د شاوخوا ۵،۱ میلیاده افغانیو(۵۹ میلیونه یورو) په ارزښت د افغانستان د ښې حکومتولۍ، پایښتونکی اقتصادی پراختیا او همداراز ښاری پراختیا او د ښاروالی بیخبناوو په ډګرونو کې د پانګونه ژمنه کړې.
یاد هېواد همداراز ۸،۷ میلیارده افغانۍ هم د افغانستان د ایمنی وجهی صندوق ته ځانګړې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان حکومت د ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسې له افغانستان سره په ټولیزه توګه د ۳۴۵ میلیارده افغانۍو مرسته کړې ده.
له افغانستان سره د آلمان د مرستو بنسټ په خبرپاڼه کې راغلی دی چې دا هېواد له افغانستان څخه د شویو مرستو په مقابل کې له افغان حکومت څخه تمه لری چې د اداری فساد سره د مبارزې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د مخنینوی، د ښځو د حقونو او برابرو فرصتونو د ودې او همدازار د کان ایستنې او د استخراج په سکتور کې د روڼتوب د تامین په ډګرونو کې د اصلاحاتو د کولو په لاره کې پر خپلو ژمنو عمل وکړی.
خبرپاڼه کې راغلی دی:«آلمان اړخیزې همکارۍ له برخې څخه ۳،۵ میلیارده افغانۍ یعنې ۴۰ میلیونه یورو چې د انرژۍ په سکتور کې به ورځنې پانګونه وشی، د روانو او راتلونکو پلان شویو پروژو د پایښت په موخه د ددغو پروژو د کړنو او ساتنې او څارنې د لارښودونو په ترسره کولو مشروط دی.»

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113143

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *