آصف مهمند په زندان محکوم شو

  • خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 41060

لوی سارنوالی منی چې د بلخ ولایتی شورا غړی آصف مهمند او د کابل ولایت د حج او اوقافو پخوانی مشر عبدالرحمن احمدزی د اداری فساد سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز د لومړنۍ محکمې له لورې په زندان محکوم شول.
د لوی سارنوالی ویاند جمشید رسولی وویل چې د بلخ ولایتی شورا غړی آصف مهمند د اسنادو جعل کولو او دخپل صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټې اخستنې په جرم د اداری فساد سره د مبارزې د عدلی او قضایی مرکز د لومړنۍ محکمې له لورې په پنځه کال او دوه میاشت بند محکوم شو.
ښاغلی رسولی وویل چې د کابل د حج او اوقافو پخوانی مشر عبدالرحمن احمدزی هم په دغه محکمه کې د جرم په خاطر په درې کال تنفیذی بند محکوم شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41060

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *