آسوشیتید پرس: د طالبانو سختو بریدونو د شتون سربېره، د افغانستان حکومت د خبرواترو دروازې خلاص پرېشی دی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44932

یوې بهرنۍ رسنۍ لیکلی چې په کابل او د افغانستان څو نورو ولایتونو کې د بېلابېلو بریدونو د ترسره کېدو برسېره، د افغانستان حکومت د طالبانو سره د خبرواترو دروازې همداراز خلاص پرېشی او خبرو ته هیله مند دی.
د اسوشیتید پرس خبری سرچېنې په یو راپور کې لیکلی چې حتی په کابل کې د خونړیو بریدونو وروسته چې د ۲۰۰ کسانو د وژل کېدو لامل شوی او د امریکا ولسمشر غوصې یې راوپارولې، افغان چارواکی د دوه لارو نه د طالبانو سره خبرې اترې کوی.
د دویچه وله راپور له مخې، د پردې ترشا اړیکو دوام د روغې جوړې لپاره د دروازو خلاص ساتلو ته د لېوالتیا په معنی دی، حتی په هغه وخت کې چې د افغانستان دولت او دده اصلی ملګری امریکا د هغې اوږدمهالې جګړې د پای لپاره هدف لری چې اوس مهال اوم کال ته رسېدلې ده. په ورته وخت کې په افغانستان کې په حکومت دننه اختلافونه زیاتوالی موندلی او طالبانو هم ډېرې سیمې په خپل کنټرول کې راوستی چې په جګړه کې ددوې بې رحمانه تاکتیکونو پایلې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44932

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *