آریانا سعید د سرطان ناروغۍ پروړاندې د مبارزې د ښه نیت سفیره وټاکل شوه

  • خپرول: ۱۵ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 103486

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ددغه هېواد نوموتې سندرغاړې اریانا سعید د سرطان ناروغۍ پر وړاندې مبارزې برخه کې د ښه نیت د سفیرې په توګه وټاکله.

ددغه ګام دلیل په افغانستان کې ښځو ته د تیو د سرطان په اړه د عامه پوهاوی زیاتوالی بلل شوی دی.

د روغتیا وزارت د سرطان ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلی، په افغانستان کې د سرطان ناروغی ورځ تربلې په زیاتېدو او او د ناروغانو شمېر څلوېښتو زرو ته رسېدلی.

د تیو او رحم سرطان د نړۍ د ښځو لپاره ددغې ناروغۍ تر ټولو عام سرطانونه دی. ویل کېږی چې د زیږون پرمهال د مېندو له مړینې وروسته د تیو او رحم سرطانونه د افغان مېندو د مړینې لوی لاملونه دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د سرطان د نړیوالې ورځې په مناسبت وایی، په راتلونکو لسو کلونو کې به په سرطان د اخته ناروغانو شمېر تر پنځوس سلنه زیات شی، خو په افغانستان کې د عامه پوهاوی کموالی یوه جدی ستونزه بلل شوې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103486

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 52 = 55